افغانستانخبرونه

کابل کې په تېره یوه میاشت کې د ککړې هوا له امله ۱۸۶ ماشومان مړه شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په کابل کې د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون مسوولان وايي، چې په دې وروستیو کې د هوا په سړېدو او د ککړې هوا له کبله کابل کې په تنفسي ناروغیو د اخته ماشومانو شمیر زیات شوی دی.

د یاد روغتون د احصاییې مسوول اسدالله عبدالرحیمزی وایې، یوازې په تېره لیندۍ میاشت کې د هوا ککړتیا په دلیل د ناروغیو له امله، دغه روغتون کې ۱۸۶ ماشومان مړه شوي دي.

د نوموړي په خبره لاهم په تنفسي او ځانګړې توګه د سینه‌ وبغل ناروغۍ ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي.

هغه تبه، بې‌اشتهایي، شدید ټوخی او د تنفسي سېستم بندښت د موسمي ناروغیو مهم لاملونه بولي.

له دې څو ورځې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان(دبلیو اچ او)د یو راپور په خبرولو سره ویلي و، چې د تیرې یوې میاشتې په موده کې په افغانستان کې د یو لک او لس زره مورده شدیدو تنفسي ناروغیو « ای ار ای»پېښې ثبت شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان  شدیدې تنفسي ناروغۍ په افغانستان کې د روغتیا د برخې له لویو ننګونو څخه بللې ده.