خبرونهنړۍ

د ټسلا کمپنۍ نوی ماډل ټرک د ولسمشر ټرمپ د هوټل مخ ته چاودلی

کابل ټیلیګراف (د مرغومي ۱۳مه ـ ۱۴۰۳ لمریز)

رویټرز راپور ورکړی چې، د ټسلا کمپنۍ یو سایبرټرک موټر د امریکا په لاس ویګاس ایالت کې د ډانلډ ټرمپ د هوټل مخې ته چاودنه کړې ده.

راپور کې راغلي چې، دغه پېښه کې موټر چلوونکی وژل شوی او اوو تنه نور ټپیان دي.

د ټسلا کمپنۍ مشر ایلن ماسک بیا ویلي، دغه پېښه د موټر پورې اړه نه لري او په خبره یې، “موږ تایید کړه چې، چاودنه د ستر اور او یا هم په موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.”

تر دې وړاندې هم د امریکا په نیو اورلینز ښار کې د دغه هېواد پخواني سرتېري د نوي کال د نمانځنې پر مراسمو د موټر په وسیله برید کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.