افغانستانخبرونه

طالبانو په کندز او پکتیا کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان په درو وهلي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو تر ولکې لاندې سترې محکمې خبر ورکړی چې په کندز او پکتيا ولايتونو کې یې د يوې ښځې په ګډون څلور کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د یادې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یوه ښځه او سړی له کوره د تېښتې په تور د کندز په قلعه ذال ولسوالۍ کې په عام محضر کې ۲۵ دورو وهل شوي او دغه راز په څلور میاشتې بند محکوم شوي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې په پکتیا کې یې هم دوه کسان د مختلفو جرمونو په تور عام محضر کې مجازات کړي او دغه راز پر بند یې هم محکوم کړي دي.

که څه هم د بشر حقونو نړیوالو بنسټونو له طالبانو په څو ځلي د دا ډول سزاو د بندیز غوښتنه کړې، خو له دې هر څه سره سره بیا هم طالبانو دا لړۍ دوامداره ساتلې ده.