کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
سیمه ییز چارواکي وايي، د واورو له امله د کابل – بامیان او بامیان – دایکندي لویې لارې تړل شوې دي.
د بامیان ولایت د والي ویاند صبور فرزان سیغاني رسنیو ته ویلي، د سختې واورې د اورښت له امله د اوني او حاجیګګ کوټل د ترافیکو پرمخ تړل شوی دی، دغه راز د بامیان او دایکندي ترمنځ لاره د کوتل د شوار، قوناق په سيمو کې هم تړل شوې او تر هغه چې دغه لارې بېرته پرانيستل شي، موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
هغه وايي، سیمې ته د ټولګټو چارو ادارې ډلې استول شوي، ترڅو لاره د ترافیکو پرمخ پرانیزي.