کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
چارواکي وایي، د بامیانو ولایت مرکز څخه یې تیره ورځ ۳۰ را ټول شوي مرغان نن ځنګولو ته په الوزولو ازاد کړل.
د یاد ولایت د چاپییریال ساتنې رئیس محمد ابراهیم دادفر وایي، د دوی د رئیس الوزرا د حکم له مخې په هېواد کې د مرغانو ښکار او قاچاق منعه شوی او په همدې موخه دوی له ښار څخه ۳۰ نادره مرغان را ټول او وروسته یې ځنګلونو ته خوشي کړل.
دغه ادارې څه ورځې وړاندې هم ویلي و، چې سږ کال یې په دغه ولایت کې ۱۳۰ مرغان تر را ټولیدو وروسته خوشي کړي او په تړاو یې ۶ تنه هم نیولي دي.