کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو مشر ملا هیبت الله د امربالمعروف وزارت له ولايتي رییسانو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي چې خلکو سره په چال چلند کې له نرمښت کار واخلئ.
د طالبانو تر ولکې لاندې ملي تلویزيون په يو راپور کې ويلي چې د امربالمعروف وزارت له رییسانو سره د ملا هیبت الله اخوندزاده دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ملا هیبت الله له لوري د یادې ناستې ګډونوالو ته دندو ښه ترسراوي او په چارو کې د اغیزمنتیا په موخه ګڼ شمېر لارښوونې کړې او له هغوی څخه یې غوښتي، چې په خپلو چارو کې له نرمښت او غوره چلند څخه کار واخلي.
دا په داسې حال کې د چې د طالبانو مشر په دې وروستیو کې يو ځل بیا پر ښځو د کار او زده کړو برخه کې بندیزونه زیات کړي چې د نړيوالې ټولنې له غبرګونونو سره مخ شوی دی.