طالبان: خواجه اصف دروغ وايي، موږ د ټيټيپي د مخنيوي په بدل کې د ۱۰ مليارډه کلدارو غوښتنه نه ده کړې
کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان دفاع وزیر د دې هېواد له رسنیو سره په مرکه کې ادعا کړې چې افغان طالبانو له سرحدي سیمو څخه د افغانستان نورو سیمو ته، د پاکستاني طالبانو د پوځیانو او غړو د لېږدولو لپاره د لس میلیارده پاکستانۍ کلدارو غوښتنه کړې ده.
د افغان طالبانو مرستيال وياند حمدالله فطرت ويلي چې خواجه اصف دروغ ويلي او دوی داسې کومه معامله نه کوي
خواجه محمد آصف له جيو نيوز سره په مرکه کې ویلي چې اسلام آباد دا غوښتنه منلې خو له سرپرست حکومت يې غوښتنه کړې چې دوی ته ضمانت ورکړي څو د ټي ټي پي غړي بیاځلې پاکستان او د دې هېواد پولو ته نه ستانه کېږي.
له دې سره، د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړې چې د سرپرست حکومت چارواکو تر اوسه د دوی دې شرط ته ځواب نه دی ویلی.
خواجه محمد آصف همدارنګه ادعا کړې، په هغه ناسته کې چې دا موضوع مطرح شوې، د ملي دفاع سرپرست وزير ملا يعقوب، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي، د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني او د کندهار والي ملا شيرين په ګډون، د سرپرست حکومت يو شمېر چارواکي چې د ملا هبت الله باوري کسان هم دي حضور درلود.
د پاکستان دفاع وزیر ویلي چې، په دې ناسته کې د سرپرست حکومت چارواکو ته خبرداری ورکړل شو چې که د تحریک طالبان پاکستان مخه ونه نیول شي، اسلام آباد به په دې برخه کې اقدام کولو ته اړ شي.
د پاکستان د دفاع وزیر ادعا یوازې یوه اونۍ وروسته له هغې کېږي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي کابل ته سفر وکړ او د سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره یې وکتل.
دواړو هېوادونو په تېره یوه اونۍ کې همدارنګه په خپلو پولو کې کړکېچنې ورځې درلودې.
دغه نښتې وروسته له هغې پيل شوې چې پاکستاني پوځيانو د پکتيکا ولايت پر ځينو سيمو بريدونه وکړل. هغه بریدونه چې له امله یې په دغه ولایت کې ۴۶ تنه ووژل شول. له دې وروسته د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو د څو ورځو لپاره، د دواړو هېوادونو په پولو کې سپکې او درنې وسلې وکارولې.
په تېرو درېیو کلونو کې پاکستان په وار وار سرپرست حکومت د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ تورن کړی دی.
هغې ډلې چې د پاکستان پر پوځي او امنیتي ځواکونو د بېلابېلو خونړیو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.
له دې سره، د طالبانو چارواکو تل په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د غړو شتون او ملاتړ رد کړی او ویلي چې دا د پاکستان داخلي مسله ده خو د پاکستاني دفاع وزير د دغې ادعا په وړاندې د طالبانو وياند ويلي چې خواجه اصف دروغ وايي.