کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د لغمان سیمه ییز چارواکي وایې چې د کابل- جلال آباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې پرمهال څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان امنیه قومندانۍ لپاره طالب ویاند یونس یوسفزي ویلي، چې دا پېښه نن سهار د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند«کاکڅ» سیمه کې د ټوډي او فلډر موټرو ترمنځ رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره یاده پېښه کې یوه ښځه مړه شوې او د دوو ښځو په ګډون درې نور ژوبل شوي دي.
د نوموړي په وینا ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي، چې ډاکترانو یې وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې رامنځته کیږي، چې لامل یې د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کیږي.