کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې دغه هېواد د درېیو افغانانو په ګډون پنځه کسان په دار ځړولي دي.
نوموړي سازمان پنجشنبه د مرغومې پر ۱۳مه په یو راپور کې ویلي چې دا کسان پرون د بندرعباس په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.
یاد بنسټ د یوه افغان نوم رمزي بیګ ښودلی او ویلی دي چې ۲۵ کلن و.
نوموړي سازمان د دوو نورو افغانانو د پېژندګلوی په اړه څه ویلي نه دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان زیاته کړې چې دا کسان نشهيي توکو پورې اړوند تورونو په تور په دار ځړول شوي دي.
د یادونې ده چې ایران پرون هم یو افغان چې امین نومېده په قزلحصار زندان کې اعدام کړی دی.