کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)
که څه هم د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې تر اوسه د 5G ټکنالوژي شتون نه لري، خو چین له پنځه کلنو هڅو وروسته لومړنی هېواد شو، چې له سپوږمکۍ څخه ځمکې ته د ۶G سپوږمکۍ په لیږلو سره نوی تاریخ جوړ کړي.
د چین فضايي شرکت چینګ ګوانګ سټلایټ ټیکنالوژۍ شریک (co) وایي، دوی تیره اونۍ د 6G آزموینې پرمهال په هر ثانیه کې د 100 GB په وزن ډیټا په بریالیتوب سره ولیږله، چې د تیرو ریکارډونو په پرتله لس ځله چټک انټرنیټ ښودل شوی.
د 2024 کال په سپتمبر کې، چین د مخابراتو نړیوالې اتحادیې (ITU) له لارې د 3 کلیدي 6G ټیکنالوژۍ معیارونه معرفي کړي و.
د یادونې وړده، چې چین د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې د نړۍ لومړۍ ۶ جي سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته واستوله.