کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)
سعودي عربستان ویلي، د ۲۰۲۵م کال په نومبر میاشت کې به د نړۍ په کچه د غوره خدماتو درلودونکي ریل ګاډې خدمات پیل کړي.
دغه هېواد ویلي، د یاد ریل ګاډي خدمات به د ریاض او قریات ښارونو څخه په لومړي سر کې پیل کړي او دغه ریل ګاډی به د صحرا په اوږدو کې ۸ میله سفر وکړي.
دغه اورګاډې خدماتو ته د ډریم اف دی ډیزرټ نوم ورکړل شوی، چې د سفر پر مهال د سعودي عربستان له ګڼ شمېر صحرایي سیمو څخه د اته سوه میله مزل په کولو سره تیریږي.
په دغه ریل ګاډي کې به ۴۰ لوکس کوچونه شتون ولري، چې مسافرین یې د یوې یا دوه شپو لپاره بوک کولی شي.
سعودي ویلي، د دغه ریل ګاډي جوړول یې د هغه پلانونو برخه ده، چې غواړي، دغه هېواد ته د سیلانیانو پاملرنه زیاته کړي.
د ارسنیل ګروپ اجرایوي مشر پاولو بارلیټا په وینا ، سعودي عربستان به لومړی هیواد شي چې خلکو ته په ریل ګاډي کې لوکس میلمه پالنه وړاندې کوي.
په دې پروژه ۵۳ میلیونه ډالره لګښت راځي او د سعودي چارواکو په وینا دا ریل ګاډی به د لوکس سفر په اړه د خلکو فکر بدل کړي.