خبرونهنړۍ

لاهور کې وروڼو خپله خور او د هغې خاوند وژلي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۵مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د پاکستان لاهور په کاهنه سیمه کې د رفعت په نوم یوه میرمن چې د وروڼو له خوښې پرته یې واده کړی وو، له واده دوه کاله وروسته د خپل خاوند سره یو ځای د وروڼو لخوا ووژل شوه.

په ورته وخت کې د لاهور اقبال ښارګوټې کې د یوه روغتون لفټ غورځیدو پېښه کې اته میرمنې ټپيانې شوي.

ټپي شوې میرمنې د لاهور جناحو میو او نورو روغتونونو ته لیږدول شوي.