کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د ایکس او سپیس اجرائیوي مشر ایلون ماسک په یوه ټویټ کې ویلي، غواړي، سپوږمۍ پریږدي او مستقیماً مریخ ته ولاړ شي.
هغه زیاته کړې، مریخ ته تګ په تدریجي ډول ترسره کړي او په وینا یې، د SpaceX ستوري بیړۍ به مریخ ته د رسیدو لپاره د تیلو په توګه ډیری مایع اکسیجن ته اړتیا ولري.
هغه په دغه ټویټ کې ویلي: په مجموع کې، د مریخ مدار ته لیږل شوي ستوري بیړۍ 69 سلنه وزن به د مایع اکسیجن پراساس وي، چې له مخې به د سپوږمۍ په ماموریتونو کې د 40 سلنې اکسیجن په پرتله سفر اسانه کړي.
امریکا، روسیه او چین په سپوږمۍ کې د اډو جوړولو پلان لري او د همدې هدف لپاره د ناسا ا آرټمیس پروګرام پیل شوی دی.