خبرونهنړۍ

د برطانیې خبري اژانس: د زهرو په ورکړې سره د بشارالاسد د وژنې هڅه شوې

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)

برطانیوي خبري اژانس وایي، د زهرو په واسطه د سوریې د مخکیني ولسمشر بشارالاسد د وژلو هڅه شوې، خو له درملنې وروسته یې حالت د ډاډ وړ دی.

د برتانیې خبري ویبپاڼې د جنرال SVR د آنلاین اکاونټ په حواله ویلي چې څو ورځې وړاندې بشار الاسد له سخت ټوخي او تنفسي ناروغۍ سره مخ شو، چې له امله یې درملنې په موخه ډاکټران ورغلل.

د را پور له مخې؛ بشارالاسد په خپل اپارتمان کې تر درملنې لاندې و، چې له تېرې دوشنبې راهیسې یې وضعیت د ډاډ وړ دی.

د رسنیو په راپور کې سرچینې ادعا کوي چې په لومړني راپور کې د بشارالاسد په بدن کې د زهرو شتون په ډاګه شوی، خو د روسیې چارواکو دغه راپورونه تر اوسه ندي تائید کړي.

۵۹ کلن بشار الاسد د تېر کال له ډسمبر راهیسې  په روسیه کې ژوند کوي.