کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۵مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دغه هېواد د استخباراتو په پخواني مشر د نیوکې په شکل ویلي، چې د چایو یوې پیالې د پاکستان پولې د دغه هېواد د طالبانو تحریک ته پرانیستې.
پاکستانۍ رسنۍ ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تیره ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال د عمران خان د حکومت پر پالیسیو نیوکه وکړه.
نوموړي زیاته کړې، د پاکستاني طالبانو تحریک له ۴۰ تر ۴۵ زرو پورې غړې دغه هېواد ته داخل شوي، خو پوښتنه دا ده، چې دوی ته پاکستان ته د داخلېدو اسانتیا چا برابره کړه؟
د یادونې وړده، چې د ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو د رسیدو وروسته د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر فیض حمید کابل ته سفر وکړ او په سرینا هوټل کې یې د چای څښلو انځورونه له سختو غبرګونو سره مخ شول.
دا په داسې حال کې ده، چې تیر کال بېلا بېلو بریدونو کې شاوخوا ۷ پاکستاني نظامیان وژل شوي دي.