کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د المان او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو نن سوریې ته د سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې د تحریرالشام رهبر او نوي حاکم احمد شرع سره په دمشق کې لیده کاته او خبرې اترې کړي.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د دغه لیدنې انځور خپور کړی، خو د تحریر الشام له رهبر سره یې د دغه دوه بهرنیو چارو وزیرانو د لیدنې نور جزئیات ندي ورکړې.
دا لومړي اروپایي چارواکي دي، چې د بشارالاسد حکومت له ړنګیدو وروسته سوریې ته سفر کوي.
تر دې وړاندې یوه لوړ پوړي امریکایي پلاوي هم سوریې ته سفر کړی وو او د تحریر الشام له رهبر سره یې په دمشق کې لیده کاته وکړل.
دمشق ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا برباک له سفر مخکې ویلي وو چې د اروپایي اتحادیې په استازیتوب د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر په ملتیا سوریې ته د یوه څرګند پيغام او د اروپا او سوریې ترمنځ د یو نوي پیل په موخه سفر کوي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جین نول بارو بیا ویلي و، دوه اروپايي هېوادونه له ټولو سوریایانو سره همکار دي.
هغه وایي، اروپايي ټولنه په سوریه کې د واک سوله ایز انتقال او سیمه ایز ثبات غواړي.