کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې خصوصي پوهنتونو ته سپارښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې خالي بستونه اعلان کړي او د استادانو استخدام دې د دولتي پوهنتونونو له لارې ترسره کړي.
د یاد وزارت له لورې تحصیلي بنسټونو ته په لیږل شوي مکتوب کې ویل شوي، چې په دغه بنسټونو کې د علمي کادرونو د چټک جذب په موخه یې ځآنګړی لارښود چمتو کړی دی او د دغه لارښود له مخې به په خصوصي پوهنتونونو کې د استادانو استخدام بهیر د دولتي پوهنتونونو له لارې ترسره کیږي.
په دغه مکتوب کې سپارښتنه شوې چې دولتي پوهنتونونه دې، د علمي کادرونو د جذب لایحې پر اساس په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د استادانو د مقررولو دوسیې په چټکۍ طی مراحل کړي.