خبرونهنړۍ

له درې میاشتني بند وروسته د خيبر پښتونخوا پاړه چینار ته لار خلاصه شوه

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

پاکستاني رسنۍ وايي، له درې میاشتني بنديز وروسته پاړه چینار ته لار خلاصه شوه او د کلکو امنیتي تدابیرو په لرلو سره د ۷۵ بار وړونکو موټرو يو کاروان نن سهار کرمې ته روان شو.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو ادارې مشاور وايي چې درې میاشتې وروسته د امن جرګه د لارې په خلاصون بریالۍ شوه او نن د موټرو کاروان ته اجازه ورکړل شوه.

د ندیم اسلم چوهدري په وینا د ۷۵ موټرو یو کاروان چې خوراکي توکي په کې بار دي د امنيتي ځواکونونو له موټرو سره يوځای نن سهار کرمې ته روان شو.

دغه لاره درې میاشتې وړاندې وروسته له هغې وتړل شوه چې په سیمه کې د شیعه او سني مسلمانانو ترمنځ نښتې پيل شوې.