افغانستانخبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت:هېواد کې د پانګونې د جذب لپاره مو هڅې پراخې کړې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

  د طالبانو تر ولکې لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایې، چې په هېواد کې د پانګونې د جذب لپاره یې هڅې ګړندۍ کړې او تر ډېره په دې برخه کې بریالي دي.

د یاد وزارت لپاره د طالبانو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې په سیمه او ګاونډیو هېوادونو کې افغان پانګه والو په لسګونه میلیارده ډالره پانګونه کړې.

نوموړی دغه راز وایې چې اوسمهال په هیواد کې تر بل هر وخت پانګونې ته زمینه برابره شوې او په همدې موخه له افغان پانګه والو سره په خبرو بوخت دي، تر څو په هېواد کې د پانګونې په شته فرصتونو کې، د پانګونې لپاره اقدامات ترسره کړي.

د یاد وزارت د چارواکو د مالوماتو له مخې صنعتکارانو لپاره د ځمکو د ورکړې او برېښنا رسونې په پروګرامونو په چټکۍ سره کار روان دی، چې ۱۵۰ زره جریبه ځمکه به په صنعتکارانو د اقتصادي فعالیتونو لپاره، د وېشلو تر څنګ د دوی د برېښنا ستونزه هم هواره شي.

د ځای نشتوالی، د برېښنا نشتون، لوړه مالیه، د خامو موادو کمښت او ګڼې نورې هغه ستونزې دي، چې افغان صنعتکاران ورسره مخ دي.