افغانستانخبرونه

 په ټول افغانستان کې د چرګانو ۱۵ زره فارمونه موجود دي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د کرنې وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې د چرګانو د تولید په برخه کې یو میلیارد ډالره پانګونه شوې ده.

د دغه وزارت د مسوولانو په خبره د چرګانو په برخه کې پانګونه ورځ تر بلې ډېرېږي او دا مهال په هېواد کې ۱۵ زره د چرګانو فارمونه فعال دي.

د کرنې وزارت د مالوماتو له مخې چې له بهره یې د چرګانو د غوښې واردات بند کړي او اوسمهال هېواد کې له دننه تولید شوې غوښه ګټه اخیستل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د طالبانو د لوړې مالیې له کبله د هیواد په مختلفو سیمو کې سلګونه د چرګانو فارمونه تړل شوي او پاتې هغه یې هم د تړل کېدو په حال کې دي.