افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د نیمه قیمتي ډبرو د پروسس کارخونه پرانېستل شوه

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

 په ننګرهار کې د یو پانګه والو له لوري د ۸ میلیونه افغانیو په پانګونې د نیمه قیمتي ډبرو د پروسس او د زینتي توکو د جوړونې کارخونه پرانېستل شوه.

د دغې کارخونې مسوولین وايي په دې کارخونه کې به د ننګرهار او کونړ ولایتونو نیمه قیمتي ډبرې پروسس کیږي او دغه راز یې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

د یادې کارخونې مسوولان د طالبانو له حکومته د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ خونې د مالوماتو له مخې اوسمهال په دغه ولایت کې ۳۵۰ لوې او وړې فابریکې فعالیت کوي، خو د کار پر وړاندې یې د برېښنا نشتون، لوړه مالیه او د مناسب ځای نشتوالی لوی ننګونې دي.

 .