افغانستانخبرونه

د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د طالبانو رنجر موټر یو ځوان وهلی او مړ شوی دی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

ځایي سرچینې وایې چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د کابل سروبي ولسوالۍ اړوند«نغلو»سیمه کې د طالبانو رنجر موټر یو ځوان وهلی او وژلی یې دی.

سرچینې زیاته کړې چې دغه پېښه نن غرمه مهال رامنځته شوې چې پرمهال یې د نادر خان په نامه یو ځوان خپل ژوند بایللی دی.

د سرچینې د مالوماتو له مخې یاده پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې د طالبانو یو رینجر موټر د زیات سرعت له کبله د موټر چلوونکي له کنترول وتلی او د سروبي ولسوالۍ په یاده سیمه کې یې د کبانو هوټلونو مخې یاد ځوان وهلی دی.

تراوسه طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له دې څو ورځې وړاندې په لغمان کې هم د طالبانو یو رنجر موټر یو ماشوم وهلی او وژلی و.

له تېر حکومت پاتې نظامي رنجر موټرو سره د طالبانو نه بلدتیا، ګړندی تګ او د طالبانو نامسلکيتوب هغه لاملونه دي، چې له کبله یې ډیر کله دا ډول پېښې رامنځته کیږي.