افغانستانخبرونه

په نیمروز کې د ۱۰۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیول شوې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په نیمروز کې طالب چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۰۲۲ کیلوګرامه نشه‌ يي توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

نیمروز کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد نشه يي توکي يې د زرنج ښار د «مالدارۍ» په سيمه کې د عملياتو پر مهال نيولي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د دغو توکو زر کیلوګرامه «بنګ» او پاتې ۲۲ کیلوګرامه یې شیشه ډوله مخدره توکي دي.

خبرپاڼه کې د یادو نشه یي توکو د قاچاق په تور د چا د نیولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

له دې څه موده وړاندې هم طالبانو په دغه ولایت کې د سلګونه کیلو ګرامه نشه یي توکو د نیول کېدو خبر ورکړی و.