خبرونهعجایبنړۍ

د نړۍ تر ټولو د زیات عمر لرونکي میرمن مړه شوه

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۵مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د کینس په نوم د نړیوالو ریکارډونو له مخې؛ د نړۍ تر ټولو د زیات عمر لرونکې میرمن جاپانۍ تومیکو ایتوکا د ۱۱۶ کاله په عمر مړه شوه.

د جاپان چارواکو د دې خبر په پخلي سره ویلي، یاده میرمن د تیرې یکشنبې په ورځ د څارنې په یوه مرکز کې مړه شوې ده.

تومیکو ایتوکا په ۱۹۰۸ کال کې د می میاشتې په ۲۳مه نیټه زیږیدلې وه، چې تیر کال د ریکارډونو د ثبت کتاب ګینس کې د ډیر عمر لرونکې میرمنې په توګه ثبت شوه.

تر هغه مخکې د نړۍ تر ټولو زوړ انسان ۱۱۷ کلنه ماریا برانیاس وه چې د ۲۰۲۴م کال د اګست پر ۱۹مه یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

تومیکو ایتوکا