خبرونهنړۍ

بلوچستان کې چاودنې ۴۲ پاکستاني نظامیانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د پاکستان کراچۍ څخه روان شوی د ایف سي په نوم د پاکستاني نظامیانو یو بس موټر باندې د بلوچستان په تربت سیمه کې چاودنه شوې، چې له امله یې ۴ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي، چې د اته ټپیانو حالات هم نازک ښودل شوی.

په دغه پېښه کې د ذوهیب محسن په نوم د پاکستاني پولیس افسر په ګډون د هغه د کورنۍ ۶ غړي هم په ټپيانو کې شامل دي.

ویل کیږي، د دغه پېښې پړه د بلوڅو ازادۍ غوښتوونکې ډلې پر غاړه اخیستې.