افغانستانخبرونه

فراه کې یوې مور په یو ځل درې ماشومان زیږولي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د فراه ولایت د عامي روغتیا ریاست چارواکِي وایي، د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې یوې میرمنې په یو ځل درې ماشومان وزیږول.

دغه سرچینه زیاتوي، د زیږیدلو ماشومانو او د هغوی د مور روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

څو ورځې وړاندې د یاد ولایت په پسابند غور ولسوالۍ کې هم یوې مور درې ماشومان زیږولي وو.