کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، چې جوبایډن د امریکا په تاریخ کې د افغانستان تر ټولو اوږده جګړه پایته ورسوله.
هغه له نیویارک ټایمز سره خبرو کې زیاته کړې له افغانستانه د وتلو په برخه کې د جو بایډن د حکومت پرېکړې د امریکا نړۍوال ځای پياوړی کړ.
د نوموړي په وینا چې، له افغانستانه تر وتلو وروسته یې په بهرنیو چارو وزارت کې د دغې چارې تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د ۴۰ سپارښتنو یو راپور چمتو کړی چې په خبره یې، لبنان، اسراییل او سوډان کې یې د افغانستان په څېر وضعیت نه تکرارېدو په موخه ځینې دغه سپارښتنې عملي کړي دي.
د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې ځینو امریکایي مشرانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو نېوکه کړې وه او د بایډن پرېکړه یې غیر عادلانه بللې وه.