افغانستانخبرونه

لوګر کې د نوري فایبر انټرنټ لېږد پروژه پيلېږي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري تازه پل‌علم کې هستوګنې کورونو ته د (FTTH) انټرنټ د لېږد پروژه منظور شوې او ډير ژر به ښاریانو ته د انټرنټ د لېږد بهیر پيل شي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست رییس مولوي مطیع‌الله عابد ویلي، پل‌علم ښاریانو ته د غوره انټرنټ رسولو په موخه د نوري فایبر انټرنټ مزو لېږد پروژه منظوره شوې او دغه پروژه به د افغان ټلي کام شرکت له لوري په شپږو ناحیو کې د راتلوونکو شپږو میاشتو په موده کې بشپړه شي.
د هغه په خبره هڅه کوي له مرکز پل علم وروسته نږدې ولسوالیو محمداغه، خوښۍ او بره کی برک ته د نوري فایبر انټرنېټ مزي وغځوي.

بلخوا د لوګر د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د مخابراتي شبکو له ټکني فعالیت شکایت کوي او وایې، چې ډیر کله د تلیفوني اړېکو د نیولو پرمهال له ستونزو سره مخ وي.