کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د هواپېژندنې نړیوالې ادارې اټکل کړی چې د افغانستان په بدخشان، بامیان، میدان وردګ په ګډون به د دغه هیواد په یو شمېر ولایتونو کې له نن څخه تر پنجشنبې ورځې پورې هوا ډېره سړه وي.
بلخوا د طالبانو د هواپېژندنې ریاست هم خبرداری ورکړی چې په یاده موده کې به د سالنګونو په ګډون د هېواد د مرکز او شمال ختیځ په اړوندو سیمو کې هوا ډېره سړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې ورښت زور اخیستی او له کبله یې زیاتره لویې لارې تړل شوي دي.