کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایې، چې د بهرنیو او د کار او ټولنیزو چارو وزیر په مشرۍ بهر ته د افغان کارګرو د لېږد او هلته د شته افغان کارګرو ته د لازمو کاري اسانتیاوو برابرولو په موخه د همغږۍ پنځه اړخیزه ناسته شوې.
د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه ناسته په بهرنیو چارو وزارت کې شوې او دغه راز بهرنیو هېوادونو کې افغان کارګرو ته د کاري زمینې برابرولو او هلته د مېشتو کارګرو ستونزو ته د رسېدنې په تړاو خبرې شوې دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې په دې ناسته کې پرېکړه شوې، چې بهر ته په قانوني ډول د افغان کارګرو د لېږد پروسې د ګړندي کولو، هلته د مېشتو افغان کارګرو د اسنادو د تحلیل او غوره تنظیم او کاروبار کې د نورو لازمو آسانتیاوو د رامنځته کولو او هغوی له خپلو حقوقو څخه د خبرولو لپاره یو پنځه اړخیزه هوکړهلیک ترتیب او له مخې یې هره اداره خپل مکلفیتونه په ښه ډول ادا کړي.
د مالوماتو له مخې دغه ناسته د طالبانو حکومت د مشر د حکم په اساس شوې چې بهر ته د افغان ماهرو کارګرو د قانوني لېږد لپاره د حرفو تثبیت، روغتیا، پېژندپاڼو او نورو اسنادو په ترتیب کې هره اداره د خپل مسوولین مطابق به فعالیت تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هیواد کې بې روزګاري زیاته شوې او زیاتره هیوادوال پر قاچاقي لارو اورپایي هیوادونو ته ځي.