افغانستانخبرونه

یو عرب پانګوال په کندهار کې د انارو د بسته بندۍ او بهر ته د صادراتو په برخه کې پانګونه کوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په کندهار کې د طالبانو تر ولکې لاندې باختر دولتي اژانس خبر ورکړی، چې یو عرب پانګوال غواړي چې د کندهار په صنعتي پارک کې د انارو د بسته بندۍ، جوس جوړولو او بهر ته د صادراتو په برخه کې پانګونه وکړي.

یاد اژانس په کندهار کې د طالبانو د کانونو او صنايعو خونې د رييس سيد سرور اماني له قوله ليکلي، چې د ابو محمد په نوم يو عرب پانګوال په یاده برخه کې لیوالتیا ښودلې ده.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې په دغه ولایت کې د انارو په برخه کې پانګونې سره به د باغدارانو شته ستونزې تر ډیره حل شي.

له دې وړاندې په دغه ولایت کې د سوداګرو شکایت کاوه، چې د کندهار انار د لارو د بندښت له کبله خوسا شوي او دوی ته یې مالي زیانونه اړولي دي.