افغانستانخبرونه

د کونړ-نورستان لویه لاره بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

 په نورستان کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې، د دوی په هڅو د کونړ-نورستان لویه لار له یوې ورځې تړل کېدو وروسته بېرته د ترافیکو پرمخ پرانېستل شوه.

په نورستان کې د طالبانو تر ولکې لاندې د ټولګټو چارو ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یاده لویه لاره یې نن د تګ‌راتګ پر مخ پرانیستې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د کونړ-نورستان لویه لاره تېره ورځ د ډېرې واورې ورېدنې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان هڅه کوي څو د دغې لویې لارې په ټولو برخو کې پرتې ستونزې حل کړي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د هیواد یو شمیر نورې لویې لارې هم د واورې ورېدو او زیات باران له کبله د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.