کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
له پاکستان سره د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د سرپرست حکومت دفاع وزارت د میلان کنکورس لارښود توغندي د فعالولو اعلان وکړ
دغه وزارت ویلي: یاد اقدام یې د ملي امنیت د ټینګښت او د افغانستان د پوځ د وړتیاوو د لوړولو په هدف کړی دی.
د دفاع وزارت سرپرست وايي، دغه لارښود توغندی کولای شي زغره وال ټانکونه، جنګي بېړۍ او جنګي چورلکې په نښه کړي.
د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سرپرست حکومت او پاکستاني پوځیانو تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي تحرکات ډېر شوي دي