افغانستانخبرونه

عباس ستانکزی: له امریکا سره دښمني نه لرو، د دوستۍ تمه ترې کوو

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وایي، حکومت یې له بېلابېلو هېوادونو سره د اړیکو دروازې پرانستي او حتا له امریکا سره هم دښمني نه لري.

هغه ټینګار وکړ ،که ډونالډ ټرمپ پر خپلو سیاستونو له سره غور وکړي او د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي. کابل له دغه هېواد سره خبرو ته چمتو دی.

ستانکزي همداراز ټینګار کړی چې امریکا باید د دوحې د تړون پر بنسټ عمل وکړي او ورته ژمن پاتې شي.

هغه ویلي دي چې ډونلډ ټرمپ به په یوه یا دوو اونیو کې په امریکا کې واک ته ورسیږي او که هغه خپله پالیسي بدله کړي او د جوبایډن د حکومت تګلاره پریږدي؛ دوی سره د اړیکو دروازې خلاصې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم په یو شمېر هېوادونو کې د دوی د حکومت پر ضد په منفي تبلیغاتو نیوکه وکړه او د دغه ډول سیاستونو د مخنیوي غوښتنه یې وکړه.