افغانستانخبرونه

 طالبانو روسیې او د سیمې هیوادونو سره د کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا ټینکار کړی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتيق‌الله عزيزي وايي، چې افغانستان له روسیې او سیمې هېوادونو سره د کلتوري اړيکو د پیاوړتیا ملاتړ کوي.

نوموړي په کابل کې د چچنيا جمهوريت د علومو اکاډمۍ د ریيس او د روسیې فدراتيف د ملتونو شورا د مرستيال جمبولات عمروف په مشرۍ له يوه پلاوي سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

دغه راز د روسیې پلاوي مشر جمبولات عمروف افغانستان ته د خپل سفر خوښي څرګنده کړې او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د کلتوري اړيکو پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی.