خبرونهنړۍ

د سوریې د دولتي کارکوونکو تنخوا ۴ سوه سلنه لوړه شوه

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د سوریې د نوي حکومت د مالیې وزیر محمد ابازید اعلان وکړ، چې راتلوونکې میاشتې څخه به د دغه هېواد د یو شمېر ملکي مامورینو تنخوا څلور سوه سلنه لوړه شي.

هغه زیاته کړې، دا په دې سوریه  کې د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره د “بیړني حل” موندلو په لور لومړی ګام دی.

هغه زیاته کړه چې د سوریې د حکومتي کارکوونکو د معاشونو زیاتوالی به د وزارتونو د اداري بیارغونې له بشپړیدو وروسته د موثریت او حساب ورکونې د زیاتوالي لپاره ترسره شي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې دا اقدام د سوریې د نوي حکومت د پراخې ستراتیژۍ یوه برخه ده چې له دیارلس کلنې جګړې او بندیزونو وروسته د دغه هېواد د اقتصاد د ثبات لپاره کار کوي.

د سوریې کورنۍ جګړه چې په ۲۰۱۱ کال کې د بشار الاسد د حکومت پر ضد د دغه هېواد د خلکو له سوله ییزو مظاهرو سره پیل شوه، تر اوسه له ۵۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او شپږ میلیونه بې ځایه شوي دي.

د سوریې د نوي حکومت د مالیې وزیر د خپلې وینا په دوام وویل چې د بشارالاسد په رژیم کې د عامه سکتور د کارکوونکو معاش یوازې ۲۵ ډالره دی چې د سوریې د اکثرو اتباعو په څیر د فقر له خطر سره مخامخ دي. .

ابزید همداراز اعلان وکړ چې په سوریه کې د ملکي کارکوونکو د روانې میاشتې معاشونه به راتلونکې اونۍ ورکړل شي.

رویټرز په خپل راپور کې لیکي چې په سوریه کې د کارمندانو د معاشونو لوړولو لپاره به شاوخوا 127 ملیون ډالر لګښت راشي چې د سیمه ایزو مرستو، نویو پانګونو او په بهر کې د سوریې د شتمنیو د خلاصولو په هڅو کې د موجوده حکومتي سرچینو څخه تمویل کیږي.

د واک له ترلاسه کولو وروسته د سوریې د نوي حکومت چارواکو په وار وار له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر دمشق د نړیوالو بندیزونو لیرې کول په اجنډا کې شامل کړي.

د سوریې نوی حکومت غواړي هغه کسان چې د بشارالاسد په دوره کې یې په غیر قانوني توګه معاشونه اخیستي د یو میلیون او ۳۰۰ زرو دولتي کارکوونکو د قضیې په څېړلو سره له هېواده ګوښه کړي.

د دغه پلان په عملي کولو سره د سوریې موقت حکومت هڅه کوي داسې کارمندان وپیژني چې د دغه هیواد د بیارغونې لپاره اړین تخصص، تعلیمي وړتیاوې او مهارتونه ولري او معاشونه یې لوړ کړي.

تر دې مخکې رسنیو د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو وروسته د سوریې د لیرې د ارزښت د لوړیدو خبر ورکړی و.