کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
يو شمېر اسرائیلي رسنيو د دغه هېواد د پوځي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د اسرائیلو پوځ ته د تیارسۍ امر شوی چې د ایران پر وړاندې د جګړې او يا هم د ایران د ممکنه بریدونو او تخریبي کړنو د ځواب ويلو لپاره چمتو اوسي.
د اسرائیلي پوځ لوی درستيز هرتزي هالوي پرون د یکشنبې په ورځ پوځ ته امر کړی چې ټول چمتوالی ونيسي او د د تیارسۍ په حالت کې دې اوسي. دا پرېکړه په راتلونکو ورځو کې (د ایران د اټکلیز برید او یا نورو تخریبي کړنو) د غبرګون په موخه شوې ده.
اسرائیلي رسنيو ويلي، پوځ ته وروسته له هغې دا لارښوونه شوې چې ایران په دې وروستيو کې په لبنان او سوریه کې په نیابتي جګړه کې پرلپسې ماتې وخوړې او داخل د ایران کې هم اختلافات زیات شوي نو ښايي ایران مستقیم برید ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر ایراني چارواکو د (وعده صادق ۳) په نوم د هغو عملیاتو پر بشپړولو ټينګار کړی چې څه موده وړاندې پر اسرائیلو د ایران د بریدونو لپاره ځانګړی شوی نوم و.