افغانستانخبرونه

نیمروز کې د انساني قاچاق د مخنیوي کمېټه جوړه شوه

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

 په نیمروز کې طالب چارواکو د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه د یوې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نیمروز لپاره د طالبانو والي محمد قاسم خالد د انسان د قاچاق د مخنيوي کمېټې غړو ته په دې تړاو د پوهاوي د ورکړې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

خبرپاڼې د محمد قاسم خالد له قوله لیکلي چې، د انسان د قاچاق د مخنیوي لپاره خلکو ته د پوهاوي ورکړه د جوماتونو د امامانو دنده ده او سر له نن باید د ټولو جوماتونو عالمان په دې اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

هغه د انساني قاچاق پر مخنیوي ټپینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې په دې برخه کې جدي دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې څه موده وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت الله د یو فرمان په صادرولو سره د انساني قاچاق مخنیوي امر کړی و او قاچاق کوونکو ته یې سزاوې هم ټاکلې وې.

خو له دې هر څه سره سره بیا هم هره ورځ سلګونه ځوانان په افغانستان کې د کار نشتون له کبله ایران او یا نورو هیوادونو ته پر قاچاقي لارو ځي.