کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په هرات یو شمیر هغه ښځې چې د زعفرانو پر کښت بوخته دي وايي، د زعفرانو کښت یې د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کړی دی.
د هرات اوسېدونکې شازیه وایې، د زعفرانو د کښت له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي او په وینا یې د کورنۍ اقتصادي ستونزې یې یې تر ډیره حل شوي دي.
نوموړې زیاتوي چې د زعفرانو کښت یې، له کوره پیل کړی و، خو اوس یې کار ورځ تربلې مخ په پراخیدو دی.
شازیه زیاتوي:«د تېرحکومت له نسکورېدو او واک ته د طالبانو په رسېدو سره بې روزګاره وم او هڅه مې دا کوله چې د زعفرانو په برخه کې په خپله شخصي پېسو پانګونه وکړم، په لومړیو کې ستونزې وې کله یې چې مې د زعفرانو ګټه ولېدله نو له یوې موسسې سره مې خبر وکړه او د هغوی په مرسته مې خپل کار ته پراختیا ورکړه.»
د نوموړې په وینا په وروستیو کلونو کې ډېرو ښځو د زعفرانو کرلو ته مخه کړې.
د هرات یوه بله اوسېدونکې شفیقه د ښځينه وو، لپاره د کورني عاید ترلاسه کولو په برخه کې د زعفرانو کښت مهم بولي او وینا یې ښځې کولای شي له همدې لاې ښه عاید ترلاسه کړي.
شفیقه زیاتوي:«زما په ژوند کې اوس زیات بدلون راغلی ځکه له دې وړاندې بې روزګاره وم او له کله مې چې د یوې موسسې په مرسته د زعفرانو کښت پیل کړ، کورنی اقتصاد مې ښه شوی او له الله ج ډیره راضي یم، که ښځو ته د کار زمینه برابره شي دوی کولای شي په هره برخه کې کار وکړي.»
نوموړې د زعفرانو د کښت په برخه کې د ښځو لپاره د حکومت او نړیوال ملاتړ او د مالي امکاناتو په برابرولو ټینګار کوي.
بلخوا په هرات کې یوه ټولنیزه فعاله عاقله وایې، چې د زعفرانو کښت په هرات کې د ښځو لپاره یو له مهمو کاري فرصتونو څخه دی.
د هغې په وینا د زعفرانو کښت نه یوازې دا چې د ښځو لپاره عاید سرچینه ده، بلکې د ښځو د اقتصادي او ټولنیزې پیاوړتیا وسیله یې هم ګڼي.
عاقله زیاتوي:«په هرات کې زیاتره ښځې اوسمهال د زعفرانو په کښت بوختې دي او دا د دوی لپاره یو ښه فرصت دی، ځکه هم کاري زمینه ورته برابره شوې او هم له دې لارې پېسې ګټي نو د طالبانو حکومت او نړیوالو موسساتو ته په کار ده چې د دوی ملاتړ او لاسنیوی وکړي.»
په همدې حال کې د طالبانو د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي چې په هیواد کې د زعفرانو حاصلات د تیر کال په پرتله زیات شوي دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لپاره طالب ویاند مصباحالدین مستعین د زعفرانو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل د باران زیاتوالی، د رعفرانو د کښت او راټولونې لپاره د نویو کړنلارو تجربه کول او کروندګرو ته د رعفرانو د نویو بوټو ویشنه بولي.
نوموړی زیاتوي چې دوی په هرات او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د زعفرانو له کروندګرو سره مرسته کړې.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه په نړۍوالو بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو ارزښت ته په اشارې سره له افغان زعفران کارانو پر لا ډېر ملاتړ ټینګار لري.