خبرونهسیمهنړۍ

بلوچستان د پاکستاني پوځيانو هدیره ګرځېدلې؛ په رخصتۍ تلونکي پوځيانو ته په الوتکو کې د تګ راتګ سپارښتنه شوې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

پاکستان پوځ کې ځینې سرچینې وړايي چې د دغه هېواد بلوچستان ایالت کې پر پوځي کاروان د وروستي خونړي ځانمرګي برید وروسته پوځ په دې لټه کې ده چې پوځيانو ته د رخصت پر مهال د هوايي تګ راتګ زمينه برابره کړي.

سم دستي پوځيانو ته لارښوونه شوې چې د رخصتۍ پرمهال کورته تګ دې پر لویو لارو نه کوي بلکې د الوتکو له لارې دې لاړ شي.

راپورونه وايي چې اوسمهال پوځيان د رخصتيو پرمهال کور ته تګ راتګ په امبولانس او د مسافرو په موټرونو کې کوي خو د مسافرو موټرې هم د پوځيانو لپاره له ګواښ خالي نه دي او ډېر کله يې بلوچ بېلتون پاله وسله وال د لارې په اوږدو کې له موټر ښکته کوي او وژني یې.

دوه ورځې وړاندې پاکستان کراچۍ څخه روان شوی د ایف سي په نوم د پاکستاني نظامیانو یو بس موټر باندې د بلوچستان په تربت سیمه کې چاودنه شوې وه چې له امله یې ۴ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي وو.