
( کابل ټيليګراف (کب ۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د ایران په فریمان ښار کې د افغان مسافرو لیږدونکي موټر د چپه کېدو له امله ۹ افغانان ټپيان شوي دي.
د یاد هېواد چارواکي وایي، یاده پېښه د هغه ون موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې، چې له فریمان څخه تربت جام ته روان وو، چې له پېښې وروسته د مرستندویه ډلې له لورې اته ټپيان روغتون ته لیږدول شوي دي.
د یادو افغانانو په اړه څه ندي ویل شوي، چې سفر یې د کومې موخې لپاره ترسره کاوه، خو اکثر بې اسناده افغانان په قاچاقي لارو ورته موټرو کې ګړندي سفرونه ترسره کوي.