افغانستانخبرونه

د تورخم لویه لاره د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

سرچینو کابل ټیلیګراف ته تائید کړه، چې د تورخم لویه لاره د پاکستان لخوا د مسافرینو د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.

سرچینې زیاته کړه، چې دغه لار نن له غرمې وروسته د نامعلوم دلیل له امله د مسافرینو د تګ راتګ پرمخ د پاکستان لخوا تړل شوې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون هم تائید کړه، چې یاده لاره تړل شوې ده.

هغه له خلکو غوښتي، چې د دویمې خبرتیا پورې تورخم له لارې له تګ راتګ څخه ډډه وکړئ.

که څه هم تر اوسه د یادې لارې د تړل کېدو لامل ندی روښانه شوی، خو تر دې وړاندې د دواړو لورو ترمنځ د نښتو له امله یاده لاره څو ځله تړل شوې ده.