افغانستانخبرونه

طالبانو په لغمان کې د تېر حکومت یو ولسوال نیولی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په لغمان کې یو شمیر ځایي سرچینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو د تېر جمهوري حکومت پر مهال دولت‌شاهي او الینګار ولسوالیو مخکېنی ولسوال نیولی دی.

د سرچینو د مالوماتو له مخې نیول شوی ولسوال حبیب‌الله نومیږي او درې ورځې وړاندې په دغه ولایت کې طالبانو نیولی او تراوسه د استخباراتو په زندان کې دی.

سرچینه زیاتوي چې نوموړی طالبانو له مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیولی، خو د نیول شوي ولسوال کورنۍ ویلي چې هغه له هیچا سره اړېکې نه لري او اوسمهال یې د یو قومي مخور په توګه ژوند کاوه.

تراوسه طالبانو د نوموړي د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې څو میاشتې وړاندې هم طالبانو په دغه ولایت د تېر حکومت څو نظاميان له مقاومت جبهې سره د اړېکو په تور نیولي وو.