کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په هرات کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې ناپيژاندو وسله والو یو ځوان په ډزو وژلی دی.
سرچینې زیاته کړې دغه ځوان تېره ورځ د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ اړون«مالان پله» پر سړک د ناپیژانده وسله والو له لوري په ډزو وژل شوى دى.
د سرچینې د مالوماتو پر اساس وسله وال د یاد ځوان له وژل کېدو وروسته تښتېدلي دي.
تراوسه طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم وژل شوي ځوان د وژل کېدو انګیزه څرګنده شوې.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول مرموزې وژنې زیاتې شوي، چې عام خلک یې اندېښمن کړي دي.