کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
چارواکي وایي، ۵۴ افغانان چې پاکستان لخوا نیول شوي وو، نن په تورخم ښارګوټې کې افغان لورې ته وسپارل شول.
د ننګرهار ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه افغان بندیان چې د ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل، لوګر، کاپيسا، وردګ، خوست، کندهار، غزني، هرات، سمنګان، پروان، بامیان، پکتيا، کندوز، غور، بدخشان، بلخ، بغلان او تخار ولایتونو اوسېدونکي دي، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.
د خبر پر بنسټ نیول شويو افغانانو د قانوني اسنادو د لرلو سربېره د حاجي کیمپ په زندان کې له دوو ورځو څخه تر یوې میاشتې پورې بند تېر کړی دی.
ویل کیږي، یاد کسان مرستندویه ادارو ته هم د مرستو تر لاسه کولو په موخه ور پېژندل شوي.