افغانستانخبرونه

هندوستان له اوږده ځنډ وروسته په پکتیکا د پاکستان بریدونه وغنده

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د هندوستان بهرنیو چارو وزارت د شاوخوا ۱۵ ورځې ځنډ وروسته د افغانستان د پکتیکا په برمل ولسوالۍ د پاکستان هوایي بریدونه وغندل.

د دغه وزارت ویاند رندیر جیسوال وایي، پاکستان د پکتیکا په برمل کې په ملکیانو برید کړی او هېواد یې په بې ګناه وګړو برید په کلکو ټکو غندي.

هغه زیاته کړه: “دا د پاکستان پخوانی کړنه ده، چې د خپلو کورنیو ناکامیو پړه پر ګاونډیانو اچوي.”

د یادونې وړده، چې د تېرې اوونۍ د سه شنبې په شپه د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر یو شمېر سیمو د بریدونو په ترڅ کې ۴۶ تنه ملکیان ووژل.