افغانستانخبرونه

  ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ د مخینوي په موخه د درمل پاشلو کمپاین پيل شو

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

 د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین وایې، چې په دغه ولایت کې یې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه هڅې ګړندۍ کړي دي.

د یاد ریاست لپاره د طالبانو رئیس محمد ولي محسن وایې، چې په همدې موخه یې په دغه ولایت کې د کانګو یا وینې بهوونکې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی په موخه یې د څارویو د درملو پاشلو کمپاین پیل کړ.

د نوموړي په خبره دا کمپاین د کرنې وزارت د انکشافي بودیجې په مرسته په جلال آباد ښار کې تطبیقیږي او هڅه کوي نورو ولسوالیو ته یې لړۍ هم وغځوي.

د هغه د مالوماتو له مخې د سیمه‌ ییزو وترنرۍ کلینیکونو مسوولینو ته د درمل شېندلو پمپونه، ماسکونه، د لاس مینځلو مایعات، عینکې او نور اړین وسایل ورکړل شوي، څو د مالدارانو د څارویو لپاره درمل شېندنه وکړي.

ډاکتران وایې کانګو یوه ویروسي ناروغي ده چې له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي او که پر وخت د ناروغ کس درملنه ونشي د مرګ ګواښ یې ډیر دی.

سردرد، سخته تبه، د ملا او بندونو درد، خوابدي، د سترګو سره کېدل، ستوني درد او ستړیا د دغې ناروغۍ نښې بلل کېږي.