کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ایران جمهوري اسلامي ورخپاڼې لیکلي، د ایران د خلکو د حقوقي او منطقي غوښتنې له مخې دې، په ایران کې د افغانستان سفارت بېرته له طالبانو واخیستل شي.
دغه ورځپاڼې زیاته کړې، د ایران د خلکو دغه منطقي او قانوني غوښتنه، اوس په عمومي او هراړخیزه غوښتنه بدله شوې ده.
د ورځپانې د لیکنې له مخې؛ د ایران اسلامي جمهوریت دې له تاوتریخوالی او غیر ډیپلوماټیکو لارو چارو څخه پرته، په طالبانو چې ځانته حکومت وایي، ټول امتیازات بند کړي.
د ایران دغه مشهورې ورځپاڼې مخکې لیکلي، ایران دې په دغو اقداماتو کې له طالبانو څخه په تهران کې د افغانستان سفارت او مشهد قونسلګرۍ بېرته واخلي او د مجازو یا قانوني افغان اتباعو شتون دې درې سلنه ته را ښکته کړي، چې دغه چاره د نړیوالو قوانیو سره سمه ده.
جمهوري اسلامي ورځپانې دغه راز د ټولو غیر مجاز یا بې اسناده افغان اتباعو د ژر تر ژره ویستلو او له طالبانو سره د هر ډول سوداګریزو او نور واړیکو د پرې کولو غوښتنه کړې.