خبرونهنړۍ

د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر د نیولو حکم وشو

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د پاکستان د اسلام اباد محکمې د دغه هېواد پولیسو ته امر کړی، چې د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر علي امین ګنداپور ونیسي.

د را پورونو له مخې؛ ګندا پور په ۲۰۱۶ کال کې په غیري قانوني ډول د ۵ میله کلاشینکوف، یو میل تفنګچې، زرهې واسکټ او د الکولي مشروباتو په قضیه کې مجرم پېژندل شوی دی.

هغه د دې ترڅنګ چې د خیبرپښتونخوا ایالت اعل وزیر دی، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند له مخکښ غړو څخه هم شمیرل کیږي.