کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په بدخشان کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې یو کس خپله مور د چړو په ګوزارونو وژلې ده.
د بدخشان لپآره د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وایې، چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت کشم ولسوالۍ اړوند په«مومناباد» کلي کې شوې ده.
نوموړی زیاتوي هغه کس طالبانو هم نیولی چې خپله مور یې وژلې وه، چې اوسمهال په امنیه قومندانۍ کې تر څیړنو لاندې دی.
له دې څه موده وړاندې په هرات کې ولایت کې هم یو کس خپله مور په ډزو وژلې وه.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ښځو پر وړاندې دا ډول د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیر اقتصادي ستونزې، کورنی تاوتریخوالی او نور لاملونه ګڼل کیږي.